په سمنګان ولایت کې د کورش سیالۍ ترسره شوې
د سمنګان ولایت د ورزش امریت له لوري د زمري ۲۸مې د هېواد د خپلواکۍ ۱۰۴ کالیزي په مناسبت د ۱۵۰وزرشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې ګډون کوونکي ورزشکارانو د ځوانانو او لویانو سني کټګوریو او بېلابېلو وزنونو کې د یوې ورځې لپاره سره ولوبېدل.
په یادو سیالیو کې د جوزجان، بلخ، کندز او سمنګان ولایتونو وزرشکارانو برخه لرله چې د کورش ودې اود هېواد د خپلواکۍ د کلیزي نمانځنې په موخه یې د یوې ورځې لپاره سیالي وکړه.
په پای کې ۵۸ غوره کورشکاران د میدان ګټونکي شول، چې د ورزشي مسوولینو له لوري تشویق شول.
