په سمنګان کې د ۱۲۰ پهلوانانو تر منځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د سمنګان ولايت د سپورت امریت او سيمه ييزو ورزشکارانو په همکارۍ دیاد ولايت د اوو ولسواليو د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د سمنګان په ولایتي لوبغالي کې ترسره شوې او برخه اخیستونکو ورزشکارانو یوه ورځ د ځوانانو او لویانو په عمري ډلبندیو کې له ۵۵څخه تر ۸۱ کیلو ګرامه وزنونو کې سیالي وکړې.
د سیالیو په پای کې ۵۳ تنه ګټونکي پهلوانان د مینوالو له لوري وستایل شول.