په فاریاب ولایت کې د وزلوبی سیالۍ تر سره شوی

د فارياب ولايت د سپورټ رياست د وزلوبی فدراسيون په همکارۍ او د ولايت مقام په همغږۍ د دشت دمقول په ورزشي ډګر کې د وزلوبی دوديزې سيالۍ ترسره کړه . د وزلوبی چاپ اندازانو د دې سياليو په پيلېدو ډېر خوښی و ښوده او له ټولو مينه والو يې وغوښتل چې د هېواد د دوديزو سياليو په ليدو او د ورزشکارانو د تشويق په موخه دې برخه واخلي. د یادونی ور دی ، په دغو سياليو کې د فارياب ولايت د مرکز ميمنې ښار او اړوندو ولسواليو ورزشکارانو برخه اخيستې وه او د دغو سياليو له پيلېدو يې موخه په هېواد کې د وزلوبی دودیزی لوبې ته وده ورکول دي.