په فراه کې د ملي او دوديزو لوبو د ظرفيت لوړونې سمينار وړاندې شو

د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست اړوند د ملي او دوديزو لوبو د امريت له لوري، د فراه ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو د لومړي او دويمو واحدونو ۲۰ تنو مسوولينو ته د يادو لوبو د ظرفيت لوړونې سمينار وړاندې شو.
په ياد سمينار کې د نوموړي ولايت ورزشي امر حميدالله حميد، د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د ملي او دوديزو لوبو د امريت پلاوي، ورزشکارانو او د ياد ولايت د نوموړو لوبو مسوولينو ګډون کړی و.
په پيل کې د فراه ورزشي امر حميدالله حميد ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه زياته يې کړه: ملي او دوديزې لوبې زموږ د ټولنو تر ټولو په زړه پورې لوبې او د خلکو لپاره د سرګرمۍ يوه ښه لاره ده، چې لا هم د ماشومانو او ځوانانو ترمنځ ژوندۍ پاتې دي، ښاغلي حميد د عمومي رياست اړوند دوديزو او ملي لوبو د امريت ياده کړنه مهمه وبلله او په دې برخه کې يې د لازياتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ياد سمينار په اوږدو کې د ملي او دوديزو لوبو احصايوي ورکشاپ ترسره شو او همدارنګه د ياد ولايت د ورزشکارانو له لوري د کلا کلا، مرده مرده پای، تېږې اچونې، باوړې، چپلی بازی زیر کمپل دوديزې او ملي لوبې ترسره شوې.
د يادونې وړه ده چې د دغه سمينار، احصايوي ورکشاپ او دوديزو لوبو موخه د يادو لوبو ظرفيت لوړونه او بيا ځلې راژوندي کېدل دي.
هېره دې نه وي چې د ياد سمينار په پای کې ګډونوالو ته د مسوولينو له لوري ستاينليکونه ورکړل شول.