په لغمان ولايت کې د کونګفو توا سيالۍ ترسره شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۱ - ۱۰:۶
په لغمان ولايت کې د کونګفو توا سيالۍ ترسره شوې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت په مرسته د کونګفو فدراسیون له لوري د لغمان او ننګرهار ولايتونو د ٢٨ جوړو ورزشکارانو ترمنځ د کونګفو توا سيالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ چې د يوې ورځې لپاره د لغمان ولایت په ٥٠٠ کسيز ورزشي جمنازيوم ترسره شوې موخه يې د فلسطین له مسلمانانو څخه ملاتړ دى.

د دغو سياليو په پايله کې د لغمان ورزشکارانو لومړى او ننګرهار دويم مقام ترلاسه کړ.

په پاى کې د لغمان ورزش امريت له لوري لومړي مقام ګټونکو ته مډال او تقديرنامې او دويم مقام ته يو ډپيلوم ورکړل شو.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو کې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو خپله څلورمه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶ – ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

په دغه سیالۍ د افغانستان لپاره امید قنبري او اکبر کاظمي دوه دوه ګوله او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

BACK TO NEWS