په لغمان کې د لومړي ځل لپاره د ۴۰ لوبډو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ رسمي سيالۍ پيل شوې
د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون په چوکاټ کې د مسکين اباد کلي د ځوانانو له لوري د سلطان غازي بابا ښارګوټي په اصف مرکزي لوبغالي کې د څلوېښتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو لومړۍ لوبه د سهاک او خاکسار کرکټ کلبونو ترمنځ ترسره شوه، سهاک لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته ۱۵۱ منډې هدف کېښود، بل لوري ته خاکسار لوبډلې ياد هدف د لوبې په نهم اور کې پوره کړ او سيالي يې وګټله.
بايد يادونه وشي، چې دغه سيالۍ به ۲۳ ورځې دوام وکړي او موخه يې د ځوانانو سالمه روزنه، د نشه يي موادو پر وړاندې مبارزه او همدارنګه د غوره لوبغاړو موندل دي.
