په لومړي ځل د کوچي ورزشکارانو ترمنځ سيالۍ پيليږي
د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رسمي پلاوي ورزش ته د کوچي ورزشکارانو د جذب او هڅولو په موخه پروان ولایت ته سفر وکړ.
د دغه پلاوي په ترکيب کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست د دفتر رياست د کوچيانو چارو د همغږۍ مدير احمدخالد انګار او د ارشيف مدير محمد فهيم خيري شامل دي.
دغې پلاوي پروان ته د خپل سفر په ترڅ کې د بدني روزنې او ورزش امر استاد عبدالظاهر خالقيار، د بېلابېلو فدراسيونونو رئيسانو، د ولايت مقام مرستيال محمدادریس انوري، د سرحدونو او قبایلو چارو رئيس مولوي شاه محمود او د پروان د کوچيانو چارو مدير محمداصف سره په ورزشي ډګر کې د کوچي ورزشکارانو د ونډې اخيستلو اړوند مسايلو باندې خبرې وکړې.
تر دې ناستې وروسته د دې ولايت د ورزش امر په ملتيا د پروان د ورزش امريت د واليبال لوبغالى د کوچي ورزشکارانو د لوبو کولو لپاره پرانستل شو.
ياد پلاوي همداراز د پروان ولايت مرکز او ولسواليو په بېلابېلو سيمو کې د کوچي ورزشکارانو د وضعیت ارزونه هم وکړه او د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست په استازيتوب يې ورزش ته د کوچي ورزشکارانو د جذب او لا هڅونې په موخه يې هغوى ته ورزشي اجناس ورکړل.
دغې پلاوي د پروان د ورزش له مسوولینو وغوښتل چې د نورو ورزشکارانو په څېر دي په ټولو لوبو کې د کوچيانو ورزشکاران ته هم ونډه ورکړي تر څو د هېواد په کچه رسمي لوبو کې ولوبيږي.
دوى همداراز غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره دې د کوچي ورزشکارانو ليست چمتو او دوى ته دې وسپاري.
ټاکل شوې دغه پلاوى به د کوچي ورزشکارانو د انسجام او ورزش ته د هڅونې په موخه بامیان، غزني او ميدان وردګ ولايتونو ته هم سفر وکړي.
