په لوګر کې په رسمي ډول د اسکيت فدراسيون پرانيستل شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۱ - ۹:۵
په لوګر کې په رسمي ډول د اسکيت فدراسيون پرانيستل شو

په لوګر ولايت کې د اسکيت فدراسيون چې د ۱۴۰۱ کال څخه راپه دېخوا يې فعاليت پيل کړی و، نن ورځ د ياد ولايت د ورزشي امر، د افغانستان اسکيت ملي فدراسيون رييس، د نوموړي ولايت د اسکيت فدراسيون مسولينو په ګډون رسما پيل او محمد رشاد صمدي د ياد فدراسيون د رييس په توګه وټاکل شو.

د يادو مراسمو په پای کې د نوموړي ولايت او همدارنګه د کابل او خوست ولايتونو په ګډون د يادې رشتې ورزشي نندارې ترسره شوې.

هېره دې نه وي چې د دغو ورزشي نندارو موخه د نويو ځوانانو او ځوانانو ترمنځ د اسکيت فدراسيون وده او پرمختګ ياد شوی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۲۳:۵۶
Background image

پکتیکا؛ برمل ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د برمل ولسوالۍ په منصوري لوبغالي کې له څلورو ولايتونو د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۲۳:۴۹
Background image

غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پيل شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۲۳:۴۵
Background image

کندز؛ چهار درې ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د شېرزاد ځوانانو لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS