په مرکز ښرنه کې د والیبال اختریزې سیالۍ نن د یاران لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.

Afzal-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۸ - ۹:۲۴
په مرکز ښرنه کې د والیبال اختریزې سیالۍ نن د یاران لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.

د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې سولې پارک کي د والیبال اختریزې سیالۍ چې د دې ولایت ورزشي چارو آمریت له لوري په لاره اچول شوې وې، د مرکز او بېلا بېلو ولسوالیو دېرشو لوبډلو په کې برخه لرله او پای لوبې ته یې د یاران او کوټوالو د نوروز لوبډلې وتلې وې چې یاران لوبډلې درې په مقابل ده صفر د دغو سیالیو اتلولې د ځان په نوم کړه.

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزشي چارو امر ډاکټر عثمان سیرت وویل: دوی تل هڅه کوي چې د ځوانانو لپاره په بېلابېلو برخو کې سیالۍ برابری کړی.

سیرت زیاته کړه: د لوبو په برخه کې به شته ستونزې او نیمګړتیاوې له منځه وړي او ځوانان به دې ته هڅوي څو خپلې لوبې په بشپړ شوق او ذوق ترسره کړي.

نوموړي وویل: د والیبال دغه سیالۍ چې د اختر په مناسبت جوړې شوې وې، د مرکز او بېلا بېلو ولسوالیو دېرشو لوبډلو په کې برخه لرله.

نوموړي وویل: د چهارشنبي په ورځ د یوسف خیلو په ولسوالی کي هم د ورزشي چارو اداري لخوا د ولایت په سطحه د والیبال سیالۍ پیلیږي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم یاران لوبډلې د غزني ولایت میري سیمه کې د والیبال اختریزو سیالیو د بریا کپ د ځان په نوم کړی و.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۹
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۴ ورځې به دوام وکړي.

د یادوسیالیو لومړۍ لوبه کې یاران. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۸
Background image

سرپل کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند محمد عمر حوض په سیمه کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ینګ سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د. . .

BACK TO NEWS