په میدان وردګو کې د لسو ولایتونو ترمنځ د ووشو پنځم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت او د ووشو فدراسیون نماینده ګۍ په ګډه همکارۍ د میدان وردګو، کابل، لوګر، خوست، ننګرهار، لغمان، هلمند، غزني، بامیان او کندهار ولایتونو د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو پنځم پړاو سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول، د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول او همدارنګه د ځوانانو ترمنځ د یووالي فضا رامنځته کول وو.
د یادونې وړ ده چې یادې سیالۍ د میدان وردګو ولایت په کوربتوب ترسره شوې او په پایله کې لوګر لومړی، کابل دویم او خوست درېیم مقام خپل کړ.