په ننګرهار ولايت کې د واليبال سيالۍ د کفايت لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسيد .

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۴ - ۱۰:۴۴
په ننګرهار ولايت کې د واليبال سيالۍ د کفايت لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسيد .

په ننګرهار ولايت د اتحاد لوبډلې په کوربتوب د ٢٢ لوبډلو ترمنځ چې پکې د اتو ولايتونو د واليبال ټيمونه هم برخه اخستې وه ، د واليبال دوستانه سيالۍ د کفايت لوبډلې په اتلولۍ نن د جمعې په مبارکه ورځ د سلګونو هيوادوالو په حضور کې پاى ته ورسيد .

ياد سيالۍ چې د اتحاد لوبډلې مشر مسيح الله له لوري جوړه شوې وه تخنيکې چاري يې د ننګرهار ولايت د واليبال فدراسيون مشر داکتر منير کوله ، چې د سولې او امن په فضاء کې پاى ته ورسيد .

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او المپيک رٸيس نوراحمد حبيبى د پاى لوبې په مراسمو کې د ګډون پرمهال د اړوندو مسٶلينو څخه مننه وکړه ، چې د ولسونو او ځوانانو لپاره د تفريح زمينه برابره کړه او ولسونو ته د امنيت او هيوادپالنې پيغام ورکړه ، ښاغلي حبيبى ورزشکاران د سولې سفيران ياد کړل او ورزشکارانو ته د لا سهولتونو د رامنځته کيدو ډاډ ورکړل .

د يادونې وړ ده چې تيره اوونۍ د ننګرهار ولايت د خراسان پوهنتون د واليبال لوبډله د شمال زون په سيالۍ کې کام اير لوبډلې ته په ماتي ورکولو سره د اتلولۍ جام پخپل نوم کړل .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۲۰:۱
Background image

کابل؛ د بدن ښکلا او فټنيس د نړيوال قهرمان علي بلال تود هرکلی او ستاینه وشوه

د هېواد ورزش ادارې او د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسيون، د بدن ښکلا نړيوالو ارنولد کلاسيک سياليو قهرمان او د ماسټر اولمپيا سياليو نايب قهرمان علي بلال افغانستان ته په راتګ د تود هرکلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۹:۵۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۹:۵۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د شاهین بالیش لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS