په ننګرهار ولايت کې د ووينام ملي لوبډلې د غوراوي سيالۍ پرانيستل شوې

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۷ - ۱۰:۱۲
په ننګرهار ولايت کې د ووينام ملي لوبډلې د غوراوي سيالۍ پرانيستل شوې

په ننګرهار ولایت کې د ووينام ملي لوبډلې د غوراوي سيالۍ نن دوشنبه د دې ولايت په کوربتوب د "٩" ولايتونو تر "٩٠"زياتو ورزشکارانو ترمنځ د هډې فارم په ورزشي جمنازيوم کې پرانستل شوې.

د دې سياليو د پرانيستې په مراسمو کې د ننګرهار د بدني روزنې ورزش او المپيک رئیس عبدالسلام وزيروال، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د دعوت او ارشاد رئیس دادمحمد بريال عطايي، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د املاکو عمومي مدير استاد لعل محمد سيار، د ووينام ملي فدراسیون رئیس، د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس، د ووينام فدراسیون ولايتي مسوولینو، د فدراسيونونو رئيسانو، استادانو، ګڼ شمېر ورزشکاران او د ورزش مينه والو ګډون درلود.

د دې سياليو د پرانيستې مراسمو کې د ننګرهار بدني روزنې ورزش او المپيک رئیس عبدالسلام وزيروال له مرکز څخه راغلي پلاوي د ولايتونو د ورزش برخې مشرانو او د سياليو ګډونوالو ته ښه راغلاست او هر کلى ووايه، وزيروال د ورزش له ادارې مننه وکړه چې د زورخانه يې غوراوي سياليو وروسته يې يو ځل بيا ننګرهار د ووينام ملي لوبډلې د غوراوي سياليو لپاره غوره کړ. په خبره يې؛ دوى د هرې ورزشي رشتې سياليو د ترسره کېدو لپاره پوره چمتووالى لري.

ورپسې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د دعوت د ارشاد رئیس دادمحمد بریال عطايي خبرې وکړې نوموړي دعوتي مسایل له ګډونوالو سره شریک کړل.

د پرانيستې تر مراسمو وروسته د ووينام ځينې نمايشونه او سيالۍ ترسره شوې.

د يادونې ده چې د ووينام ملي لوبډلې د غوراوي دغه سيالۍ به څلور ورځې دوام وکړي چې په ترڅ کې به يې ګټونکي ورزشکاران د ووينام ملي لوبډلې ته غوره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۹
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د واکو کېک بوکسېنګ نوی کلب پرانیستل شو

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د افغان سوداګر حاجي نقیب الله په مالي لګښت د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د واکو کېک بوکسېنګ کلپ جوړ او پرانیستل شو.

دغه کلب په یو وخت کې د ۱۰۰ لوبغاړو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۷
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې غازي لوبډلې د ۳۴ نمرو په ترلاسه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۶
Background image

لغمان؛ دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مورا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS