په ننګرهار ولايت کې د پهلوانۍ څلورم پړوا سيالۍ تر سره شوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند، د پهلوانۍ فدراسيون په استازولۍ د ياد ولايت په مرکزي فوټبال لوبغالي کې د ۸۲ جوړو ورزشکارانو تر منځ د پهلوانۍ دوستانه سيالۍ تر سره شوې
په يادو سياليو کې د هېواد په کچه، له څلورو ولایتونو ننګرهار، لغمان، لوگر او کابل څخه ورزشکارانو گډون کړې و، چې په دريو برخو ځوانانو، نوي ځوانانو او لويانو کټګوريو کې تنظیم شوې وې
دغه سيالۍ، چی يو ورځ يې دوام وکړ، موخه يې د ځوانانو تر منځ يووالی و او په پای کې د ننګرهار ولايت ورزشکارانو تر نورو ډېرې سيالۍ وګټلې او گټونکي اعلان شول.