په ننګرهار کې د دریو ولسوالیو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د ورزش ریاست په مرسته له نظام څخه د ملاتړ، لاسته راوړنو او د ځوانانو د یووالي په موخه په شېرزادو ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ پیل شوې.
په دغوسیالیو کې د خوږياڼو، شېرزادو او حصارک ولسواليو ۱۶لوبډلې برخه لري، چې د پیل لوبه یې د کږې شهید نجیب او شېرزاد ګندمک لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د دې دواړو لوبډلو لوبه د ۲-۱ميدانونو په توپیر د کږې شهید نجیب لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.
دغه سیالۍ چې د ننګرهار په لري پرته شېرزاد ولسوالۍ پیل شوې لس ورځې به دوام وکړي.