په ننګرهار کې د سنوکر رمضان جام سيالۍ پيل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۷ - ۱۰:۱۴
په ننګرهار کې د سنوکر رمضان جام سيالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست په غوښتنه د سنوکر فدراسيون له لوري په صمد کلب کې د سنوکر د ۵۰ لوبغاړو ترمنځ د سنوکر رمضان جام سيالۍ پيل شوې.

په همدې موخه په جوړو شويو مراسمو کې د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست استازو، ورزشي مسولينو او ورزشکارانو ګډون کړی و.

په پيل کې د ياد ولايت ورزشي مسولينو خبرې وکړې زياته يې کړه: هڅه کوو، چې ورزش يو معياري پوړ ته ورسوو او چاته اجازه نه ورکوو چې له ورزش څخه ناوړه استفاده وکړي. دوی همداراز زياته کړه چې هر فدراسیون مکلف دی؛ ترڅو د خپلې رشتې د ودې او پرمختګ لپاره ګړندي ګامونه پورته کړي.

د ياد پروګرام په دويمه برخه کې د څلورو جوړو ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ وشوې، چې په پايله کې عبدالخالق، شيرين اغا، واحدالله او بصير په ترتيب سره خپلو سيالو ورزشکارانو ته ماتې ورکړه او برياوې يې خپلې کړې.

بايد يادونه وشي چې يادې سيالۍ به لس ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۹
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۴ ورځې به دوام وکړي.

د یادوسیالیو لومړۍ لوبه کې یاران. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۸
Background image

سرپل کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند محمد عمر حوض په سیمه کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ینګ سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د. . .

BACK TO NEWS