په ننګرهار کې د ټېپ بال کرکټ ټورنمنټ پایلوبه نارت لاینز لوبډلې وګټله

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۸:۵۲
په ننګرهار کې د ټېپ بال کرکټ ټورنمنټ پایلوبه نارت لاینز لوبډلې وګټله

د افغانستان ټېپ بال لومړنی رسمي ټورنمنټ چې د ننګرهار د بدني روزنې او سپورټ ریاست په همکاري او دافا نیوز په مالي لګښت په وزیر محمد ګل خان لوبغالي کې پیل شوی و، د نارت لاینز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېد.

د ټورنمنټ پایلوبې ته بلو ټایګرز او نارټ لاینز لوبډلو لار موندلې وه، نارټ لاینز لوبډلې د پایلوبې پچه وګټله او د بالنګ پرېکړه یې وکړه.

بلو ټایګر لوبډلې په ټاکل شویو لسو اورونو کې د اووه لوبغاړو په سوځېدلو سره ۸۴ منډې هدف کېښود، نارت لاینز لوبډلې په اتم اور کې یوازې د یوه لوبغاړي په سوځېدو ټاکل شوي هدف ته ځان ورساوه او د ټورنمنټ اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د پایلوبه غوره لوبغاړی له نارت لاینز لوبډلې څخه تاجمیر شو، چې د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي یې سوځولي وو.

د افغانستان د ټېپ بال دغه رسمي ټورنمنټ د روانې کب میاشتې په ۱۹ مه د شپږو لوبډلو ترمنځ پیل شوی و، چې اته ورځې یې دوام وکړ.

د یاد ټورنمنټ په اوږدو کې ټولې «۱۸» لس اوریزې لوبې وشوې او په پایله کې ۱۸ تنو غوره لوبغاړو د ملي لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۹
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د موی تای سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د پانکريشن فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نويو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۷
Background image
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۵
Background image

د ورزش ادارې مرستيال د ش.ه.ید عبدالرحيم لېسې د فوټبال له ميدان څخه لېدنه وکړه

\د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او د فوټبال ملي فدراسيون فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ او ورسره مل پلاوي د ش.ه.يد عبدالرحيم عالي لېسې د فوټبال او باسکټبال له. . .

BACK TO NEWS