په نورستان ولایت کې د "پرمختګ" په نوم د پهلوانۍ سيالۍ ترسره شوې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۹/۵ - ۹:۵۸
په نورستان ولایت کې د "پرمختګ" په نوم د پهلوانۍ سيالۍ ترسره شوې

د نورستان ولایت بدني روزنې او ورزش امريت او پهلواني فدراسیون له لوري د دې ولايت مرکز اړوند کانټيوا کلي پهلوانۍ ميدان کې د پهلوانۍ سيالۍ ترسره شوې.

په دغو سياليو کې بلال پهلوان لومړى او ضيا الله پهلوان دويم مقام تر لاسه کړ.

د دې سياليو موخه د پهلواني ملي سياليو ته چمتووالى، د پهلوانانو ترمنځ همغږي رامنځته کول او د غوره استعدادونو موندل دي.

په پاى کې د نورستان ورزش امريت له لوري مقام ګټونکو ورزشکارانو ته مادي او معنوي جايزې هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۲۷
Background image

د افغانستان د کیک بکسینګ ملي فدراسیون درېیمه درجه لومړی پړاو روزنیز سمینار پای ته ورسېده

په کابل کې د افغانستان د کیک بکسینګ ملي فدراسیون درېیمه درجه لومړی پړاو روزنیز سمینار، چې درې ورځې وړاندې پيل شوي و، د روزنې د علمي زده کړې او د روزنې د اسنادو د ورکړې وروسته، نن پای ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۵۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ په ۱۰۰ متري واټن کې ترسره شوې، چې په پایله کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۵۰
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو پایلوبه د عبیدالله او قاري خبیب لوبډلو. . .

BACK TO NEWS