په نورستان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د هاکي ساحلي سيالۍ پيل شوې

د نورستان ولایت د بدني روزنې او سپورت امریت له لوري د یاد ولایت له هاکي فدراسیون سره په همغږۍ د شپږو لوبډلو ترمنځ د ځوانانو لیګ په نوم د فوټسال ساحلي سیالۍ پیل شوې.
د دې ټورنمنټ موخه د ورزشکارانو ترمنځ یووالۍ رامنځ ته کول وو چې شاوخوا دوه اوونۍ به دوام وکړي.
د ټورنمنټ د پیل لوبه د ژاک او کاروان لوبډلو ترمنځ وه چې په پایله کې کاروان لوبډلې د ۱۲-۱۰ ګولونو په توپير وګټله.