په نیمروز ولایت کې د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې
په نیمروز کې د سوک وهنې دا سیالۍ د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امر او نورو ورزشي مسوولینو په حضور کې ترسره شوې شوې.
یادې سیالې د بېلا بېلو عمرونو په کټګوریو کې د ۳۰ لوبغاړو تر منځ په لاره اچول شوې وې.
د دې سیالیو موخه په نیمروز ولایت کې د سوک وهنې ورزش وده او د لوبغاړو ترمنځ همغږي وه.
د ورزشي مسوولینو له خوا غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه او نورې جایز ورکړل شوې.
