په نیمروز کې د ۲۵ پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۸:۴۷
په نیمروز کې د ۲۵ پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

د نیمروز د بدني روزنې او سپورټ امریت او د غېږنیونې فدراسیون له خوا د یاد ولایت د ریګستان په سیمه کې د ۲۵ پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې یوه ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.

یادې سیالۍ د نیمروز د مرکز زرنج ښار د پهلوانانو ترمنځ وې، چې د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امر عبدالشکور نوابي ترڅنګ، یو شمېر نورو ورزشي مسوولینو، مخورو، ځوانانو، ورزشکارانو او ګڼو مینوالو پکې ګډون کړی وو.

د دې سیالیو موخه د دودیزو سیالیو وده، ورزش ته د ځوانانو هڅول، یووالی او د یو بل منل و.

په پای کې غوره لوبغاړي په بېلابېلو ډالیو ونازول شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۵۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ په ۱۰۰ متري واټن کې ترسره شوې، چې په پایله کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۵۰
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو پایلوبه د عبیدالله او قاري خبیب لوبډلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۴۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ستاره های قلندري ب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS