په هرات ولايت کې د اس ځغلونې اووم پړاو ټاکنيزو سياليو دوام

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۲۲:۱۳
په هرات ولايت کې د اس ځغلونې اووم پړاو ټاکنيزو سياليو دوام

دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربتوب په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې، يورغه په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي په ۸۰۰ او ۱۰۰۰ متره واټن کې ترسره او دوام لري.

تمه ده چې د دغو سياليو په‌ پايله کې به د ۱۱ ولايتونو له ۱۲ لوبډلو څخه چې ټول ټال ۱۵۰ اس ځغلونکي او ۱۵۰ اسونه کېږي، په دواړو سبکونو کې ۲۰ اسونه‌ او ۲۰ اس ځغلونکي د هيواد په کچه د ملي لوبډلې لپاره وټاکل شي.

د يادونې وړ ده، چې تر نن ورځې د دغو سياليو په دوام د مختلفو ولايتونو ورزشکاران په يادو سبکونو کې مخکښ او وړاندې دي، چې پر دوام يې نن په سرعتي ۸۰۰ متره واټن کې هرات، لغمان، کابل، ننګرهار، بادغيس مخکښ او راتلونکې بلې مرحلې ته داخل شول او د يورغه سبک په ۱۲۰۰ متره واټن کې هرات بلې مرحلې ته او د يورغه سبک په ۸۰۰ متره واټن کې هرات، لغمان او ننګرهار مخکښ او بلې مرحلې ته داخل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۲۰
Background image

دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ځغاستې اتلتيک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشترلي ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځوانانو په عمري کټګورۍ کې د ځغاستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۵۲
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۵۰
Background image

رقابت‌های دست کشتی میان ۲۰ تن در شهر زرنج برگزار شد

رقابت‌های دست کشتی میان ۲۰ تن از سوی مدیریت بازی‌های ملی و محلی در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت نیمروز، در مرکز شهر زرنج برگزار شد.

در این‌ رقابت ها ۱۰ تن حریفان خود را شکست. . .

BACK TO NEWS