په هرات کې د رستمي د غیږ نیونې سیالۍ
په هرات ولایت کې د رستمي غېږنیونې سیالۍ د هرات او کندهار ولایتونو ترمنځ د یووالي او د یادې لوبې د ودې په موخه جوړې شوې وې.
د غیږ نیوونکي حاجي عبدالحکیم حیدري په خبره؛ په دې سیالیو کې د هرات ولایت د سیمهییزو مسوولینو په بلنه د کندهار ولایت پنځوسو تنو غېږنیوونکو برخه اخیستې وه او له هغه سره د هرات ۵۰ تنو غېږنیوونکو هم سیالي وکړه.
په پاى کې د هرات او کندهار ولايتونه مساوي شول او مسوولينو ته يې جايزې او ډالۍ ورکړل شوې.
