په هرات کې د مختلفو ملي او دوديزو لوبو ورزشي نندارې ترسره شوې
د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ملي او دويزو لوبو د امريت پلاوي په شتون په هرات ولايت کې د ملي او دوديزو لوبو ورزشي نندارې ترسره شوې.
په دغو ورزشي نندارو کې د رسۍ کشونې، رستمي غېږ نيونې، تېږې اچونې او لاس چپه کوونې نندارې ترسره شوې.
دغه ورزشي نندارې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ملي او دوديزو لوبو امريت پلاوی ياد ولايت ته د ملي او دوديزو لوبو د ظرفيت لوړونې په موخه سفر کړی دی او د هرات په شمول يې په فراه او بادغېس ولايتونو کې ورته برنامې پلې کړې دي.
