په هرات کې د ملي او دوديزو لوبو د ظرفيت لوړونې سمينار او ورکشاپ ورکړل شو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۱ - ۹:۴۱
په هرات کې د ملي او دوديزو لوبو د ظرفيت لوړونې سمينار او ورکشاپ ورکړل شو

د‌ هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ملي او دوديزو لوبو د لومړيو او دويمو واحدونو ۲۰ تنو مسوولينو ته د ملي او دوديزو لوبو د ظرفيت لوړونې سمينار او ورکشاپ ورکړل شول.

په همدې موخه په جوړو شويو مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ملي او دوديزو لوبو د امريت پلاوي، د ياد ولايت ورزشي مسوولينو او د همدې ولايت د ملي او دوديزو لوبو د لومړيو او دويمو واحدونو مسوولينو ګډون کړی و.

دغه سمينار د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ملي او دوديزو لوبو امريت د پلاوي له لوري وړاندې شو او موخه يې په نوموړي ولايت کې د ملي او دوديزو لوبو د ظرفيت لوړونه وه.

هېره دې نه وي چې دې ته ورته سمينارونه‌ تر دې وړاندې د‌ نورو ولايتونو په ګډون په فراه او بادغېس ولايتونو کې هم ترسره شوي او تمعه ده چې د هيواد په نورو ولايتونو کې هم ترسره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۹
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د واکو کېک بوکسېنګ نوی کلب پرانیستل شو

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د افغان سوداګر حاجي نقیب الله په مالي لګښت د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د واکو کېک بوکسېنګ کلپ جوړ او پرانیستل شو.

دغه کلب په یو وخت کې د ۱۰۰ لوبغاړو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۷
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې غازي لوبډلې د ۳۴ نمرو په ترلاسه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۶
Background image

لغمان؛ دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مورا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS