په هرات کې د کلپونو ترمنځ د پاورلفټینګ ۲۵ پړاو سیالۍ ترسره شوې

په هرات کې د پاورلفټینګ دوه ورځنۍ ۲۵ پړاو سیالۍ د سینا کلپ په لومړۍ مقام پای ته ورسېدې.
دا سیالۍ چې د هرات د سولې په نوم ورزشي لوبغالي کې ترسره شوې د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش رییس ګلاب الدین خپلواک ترڅنګ، یو شمېر نورو ورزشی مسوولینو، ورزشکارانو او ځوانانو پکې ګډون کړی وو.
دا سیالۍ په بېلابېلو ډلبندیو کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د اسکات او ددلیف حرکتونو په برخه کې ترسره شوې چې په پایله کې یې سینا کلپ لومړی، فول قدرت کلپ دویم او د ستاره ګان کلپ درېیم مقام خپل کړ.
د دې سیالیو موخه د پاور لفټینګ لوبو وده او د ورزشکارانو ترمنځ یووالی او همغږي وه.