په هرات کې د یووالي جام په نوم د ۱۲ کلبونو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۲ - ۸:۱۳
په هرات کې د یووالي جام په نوم د ۱۲ کلبونو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

په هرات ولایت کې د یووالي جام په نوم د ۱۲ کلبونو د لوبغاړو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د سیاليو د پای په مراسمو کې د هرات د ورزش رئیس مولوي ګلاب الدین خپلواک، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو برخې معین محمد یونس راشد، د والیبال ملي فدراسیون مشر سید عبدالرحیم سادات او د ورزش ګڼ شمېر مینوالو برخه اخیستې وه.

د سیالیو پایلوبې ته د هرات مخکښان او شین ډنډ نوري کلبونو لاره موندلې وه، چې په پایله کې شین ډنډ نوري کلب خپل سیال کلب ته ماتې ورکړه او لومړی مقام یې خپل کړ.

د هرات ولایت د ورزش ریاست مشر ښاغلي ګلاب الدین خپلواک د دې سیالیو په اړه د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: « په دې ټورنمنټ کې د هرات د والیبال استعدادونه په ګوته شول او ټاکل شوې ده، چې د هرات والیبال لوبډله له څو کلونو وروسته اعلان شي، چې دا د هرات والیبال لپاره لویه لاسته راوړنه بلل کیږي .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۹:۴۸
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د نیو فول کنټاکټ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې له کابل، غزني، زابل، دایکندي، هرات او ارزګان څخه د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د نیو فول کنټاکټ درېیم پړاو سیالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۵:۵۱
Background image

کابل کې د پهلواني ملي فدراسیون له لوري له نهو ولایتونو د ١١٠٠ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني ملي ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.

په دغو سیالیو کې د کابل د ټولو زونونو له کلبونو، لغمان، ننګرهار، غزني، میدان وردګ، لوګر، پروان، پنجشیر او کاپیسا څخه د نویو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټګوریو او لس بېلابېلو وزني. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۲:۴۰
Background image

هوالباقي

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د پهلواني ملي فدراسیون فني او مسلکي معاون محمد داوود صافی د ورپېښې ناروغۍ له امله له فاني نړۍ څخه وکوچېد.

ښاغلي داوود صافي د خپل معاونیت په کمه. . .

BACK TO NEWS