په هرات کې د ۱۳۶ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو ټاکنیزې سيالۍ وشوې
د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د رزمي ورزشونو فدراسيون د ۱۳۶ ورزشکارانو ترمنځ د ( يوني فايت، کيک جيتسو، واکو کينګ بوکسنګ) سبکونو کې د ولایت په کچه ټاکنيزې سيالۍ وشوې.
په دغو سياليو د هر سبک درېيو کټګوريو، تنکيو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو ګډون درلود، چې له جملې يې د يوني فايت ۵۴ ورزشکاران، واکوکيک بوکسنګ۴۸ ورزشکارانو او کيک جيتسو ۳۴ ورزشکارانو گډون کړی و او سيالۍ يې وکړې.
په دغو سياليو کې د ياد ولايت ورزشي مسوولينو، د فدراسيونونو مسولينو، روزونکو، ورزشکارانو او ګڼو د ورزش مينوالو ګډون کړی و.
د يادونې وړ ده چې د يادو سياليو په پای کې ځینو ورزشکارانو د هرات ولايت د يوني فايت، کيک جيتسو او واکو کيک بوکسنګ سبکونو اړوند منتخبې لوبډلې ته لار ومونده.
