په هلمند ولایت کې د کبډي سيالۍ ترسره شوې

د هلمند ولایت په نظري ورزشي کلب کې د څلور لوبډلو ٢٨ ورزشکارانو ترمنځ د کبډي سيالۍ ترسره شوې، چې د" نادري او سيرت" لوبډلو په بريا پاى ته ورسېدې.
د دې سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول دي تر څو په راتلونکي کې د ورزش له لارې هېواد ته خدمت وکړي.