په هلمند پوهنتون کلب کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د کبډي سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۱ - ۹:۳۳
په هلمند پوهنتون کلب کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د کبډي سیالۍ ترسره شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کبډي فدراسیون د استازولۍ له لوري په هلمند پوهنتون کې له څلورو لوبډلو نږدې د دېرشو لوبغاړو ترمنځ د کبډي سیالۍ، د محمدي ورزشي کلب په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د محمدي ورزشي کلب او هلمند پوهنتون کلب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د محمدي ورزشي کلب خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲۵ نمرو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول و.

د سیالۍ په پای کې استاذانو او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې تحفې او ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۱۵
Background image

د پکتیکا په مرکزي زندان کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکزي زندان کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې A. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۹
Background image

بامیان مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د بسکټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۲:۸
Background image

هلمند کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د لښکرگاه ښار په لوی کارېز سيمه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خپلواک لوبډلې. . .

BACK TO NEWS