په هلمند کې د لسو ولسوالیو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ لومړی پړاو سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۱ - ۹:۴۷
په هلمند کې د لسو ولسوالیو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ لومړی پړاو سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او سپورت امریت او ټېپ بال کرکټ فدراسیون په همغږۍ، د دې ولایت د مرکز لښکرګاه ښار اړوند په غازي محمد ایوب خان لوبغالي کې د ۱۰ ولسوالیو د لوبډلو ترمنځ، د ټېپ بال کرکټ لومړی پړاو سیالۍ پیل شوې.

په دې سیالیو کې د لسو ولسوالیو نادعلي، مارجې، ناوه، ګرمسېر، باباجي ګرشک، سنګین، نوزاد، موسی کلا او کجکي منتخبې لوبډلې ګډون لري.

د سیالیو د پیل لوبه د سنګین او کرشک ولسوالیو د منتخبو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د ګرشک منتخبې لوبډلې بریا ترلاسه کړه.

یادې لس اوریزې سیالۍ په دوو ګروپونو ویشل شوې دي، چې هره ورځ به یې څلور لوبې ترسره کیږي او یوه اوونۍ به دوام وکړي.

د سیالیو موخه د هلمند د ولسوالیو ترمنځ یووالی او همغږي رامنځ ته کول دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۲۸
Background image

تخار؛ مرکز تالقان کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو اتلولۍ سیالۍ وشوې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز تالقان ښار کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو اتلولۍ سیالۍ وشوې، چې یوه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۲۵
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۲۳
Background image

پکتیکا؛ ډيله ولسوالي کي د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولي په همغږۍ او د ډیله ولسوالۍ د ځوانانو له لوري د یاد ولایت په ډیله ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ. . .

BACK TO NEWS