په هلمند کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا کلنۍ سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۱۱:۳
په هلمند کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا کلنۍ سیالۍ ترسره شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او د بدن ښکلا فدراسیون له خوا د ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا کلنۍ سیالۍ ترسره شوې.

په دې سیالیو کې د لښکرګاه ښار ترڅنګ د ګرشک او موسی کلا ولسوالیو او کندهار ولایت ورزشکارانو برخه اخیستې وه چې شمېر یې تر ۱۰۰ تنو زیات و.

دا سیالۍ د هلمند په فرهنګي مرکز کې د یوې ورځې لپاره ترسره شوې چې لیدو ته یې د ورزشي مسوولینو ترڅنګ، مخور، ورزشکاران او ګڼ شمېر مینوال هم ورغلي وو.

په پای کې د مسوولینو له لوري غوره ورزشکارانو او روزونکو ته کپونه، مډالونه، ستاینلیکونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۲۱:۴
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

 

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۲۱:۲
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

 

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۲۱:۰
Background image

د فوټبال له ١٧ کلونو کم عمره لوبډلې میانمار ته ماته ورکړه

د فوټبال له ١٧ کلونو کم عمره لوبډلې د ٢٠٢٧ اسیا جام ته د لار موندنې سیالیو په خپله لومړنۍ لوبه کې کوربه میانمار ته د ١ - ٤ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

افغان لوبډله به خپله دویمه لوبه. . .

BACK TO NEWS