په پلازمېنه کابل کې د ٨ لوبډلو ترمنځ د رګبي پسرلنۍ سيالۍ ترسره شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۳ - ۱۴:۲۷
په پلازمېنه کابل کې د ٨ لوبډلو ترمنځ د رګبي پسرلنۍ سيالۍ ترسره شوې

د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست په غازي ورزشي سټډيوم کې د اتو لوبډلو ترمنځ نن چهارشنبه د رګبي پسرلنۍ سيالۍ د امير الدين جېمز، مجيد مال او B.M.Gګروپ په مالي لګښت ترسره شوې.

د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رئيس انجنير نظرمحمد مطمئن، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د پلان او پاليسي رئيس محمدحنيف حنيفي، د نشراتو رئیس الله محمد اتل مشواڼي، د سياليو دايرولو امر عزيز الرحمن ملنګ، د مشورتي بورډ غړو وحيدالله سائل، سيد مبشر اغا، استاد لعل محمد سيار، د رګبي فدراسیون مسوول ضياء الرحمن ضياء او ورزشکارانو ګډون کړی و.

په دغو سياليو کې د اريانا، خراسان، غلام حيدر خان، افغان کينګ مموزي، ګربت بازان، افغان ايګل او عقابان لوبډلو ګډون درلود او له يو بل سره يې سيالۍ وکړې.

له يادو لوبډلو څخه څلور هغو اريانا، خراسان، غلام حيدر خان او افغان کېنګ نيمه پايلوبې ته لار وموندله؛ خو د باران د ورښت له امله نيمه پايلوبې او پايلوبه ترسره نه شوه.

ټاکل شوې د رګبي د دغو يو ورځنيو سياليو پايلوبه به له روژې مبارکې مياشتې وروسته ترسره او ګټونکې لوبډله به يې معلومه شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۵۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ په ۱۰۰ متري واټن کې ترسره شوې، چې په پایله کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۵۰
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو پایلوبه د عبیدالله او قاري خبیب لوبډلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۴۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ستاره های قلندري ب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS