په پنجشېر کې د درېوو ولايتونو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د پنجشېر لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې

د پنجشېر ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت د پروان او کاپيسا ولايتونو له ورزشي امريتونو سره په ګډه همغږۍ د نوموړي ولايت په ورزشي لوبغالي کې د فوټبال سيالۍ، چې تېره ورځ پيل شوې، د پنجشېر لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو د پايلوبې په مراسمو کې د نوموړي ولايت د علماوو شورا رئيس شيخ مولوي قيام الدين، د مرافعې رئيس شيخ عبدالله، امنيه قومندان طيب حقاني، د دولتي ادارو استازو او ګڼو نندارچيانو ګډون کړی و.
د دغو سياليو په پايلوبه کې پنجشېر لوبډلې خپلې سيالې د پروان ولايت لوبډلې ته د ۲-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د دغو سياليو غوره لوبغاړی ربيع الله و، چې تر ټولو بهترينه ګول ساتنه يې نندارې ته وړاندې کړه.
هېره دې نه وي چې په پای کې ټولې لوبډلې او لوبغاړي د ياد ولايت د مسولينو له لوري په نغدي ډاليو ونازول شول.