په پکتیا ولایت کې د روژې مبارکې میاشتې په نامه ورزشي نندارې ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۴ - ۹:۵۷
په پکتیا ولایت کې د روژې مبارکې میاشتې په نامه ورزشي نندارې ترسره شوې

د پکتيا ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست، د جمناسټیک او سکیټ فدراسیونونو په ګډه همغږۍ د روژې میاشتې تر نامه لاندې ورزشي نندارې ترسره شوې.

په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې چې د پکتیا پوهنتون په ورزشي جمنازیوم کې جوړ شوي وو، د یادو فدراسیونونو مسولینو، ورزشکارانو او د ورزش ګڼو مینوالو برخه اخیستې وه.

ورپسې د جمناستیک او سکټ ورزشکارانو نندارچیانو او ګډونوالو ته د خپلې رشتې بېلابېلې سپورټي نندارې وړاندې کړې او د نندارچیانو له لوري په شور او ولولو تشویق شول.

نوموړې ورزشي نندارې د ورزشکارانو او ولس ترمنځ د اتحاد او یووالي فکر د ایجادولو په موخه ترسره شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۵۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ په ۱۰۰ متري واټن کې ترسره شوې، چې په پایله کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۵۰
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو پایلوبه د عبیدالله او قاري خبیب لوبډلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۴۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ستاره های قلندري ب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS