په پکتیا کې د بایسکل ځغلونې دوستانه سیالۍ ترسره شوې
د پکتيا ولايت په مرکز ګردیز ښار کې د یاد ولایت د باسکېل ځفلونې فدراسیون له لوري د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د یووالي په نوم د بایسکل ځغلونې دوستانه سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د دې برخې ټاکنیزو سیالیو ته د چمتووالي په موخه ترسره شوې او ورزشکارانو د پنځه کیلو متره په اوږدوالي مزل وکړ.
په سیالیو کې د پکتیا د سپورت ریاست مسؤولینو، ورزشکارانو او مینوالو ګډون کړی و.
په پایله کې لومړی مقام سردار، دویم مقام رحيم الله،او درېیم مقام عبدالله ترلاسه کړ او د پکتیا د سپورت ریاست له لوري ورته ډالۍ ورکړل شوې.
