په پکتیا کې د خپلواک افغانستان په نوم د تیږې غورځولو دودیزې سیالۍ وشوې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۱ - ۱۴:۵۲
په پکتیا کې د خپلواک افغانستان په نوم د تیږې غورځولو دودیزې سیالۍ وشوې

په پکتیا کې د خپلواک افغانستان په نوم د تیږې غورځولو دودیزې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د ورزش ریاست اړوند د سیمه ایزو او دودیزو لوبو د مدیر له لوري د تیږي غورځولو دودیزې سیالۍ وشوې.

په دغه سیالیو کې د اتو لوبډلو ۴۰ تنو ورزشکارانو برخه اخیستې وه او په دوو عمري ډلبندیو کې یې سیالۍ وکړې.

د لویانو په ډله کې د ملت اتحاد لوبډلې، د تنکیو ځوانانو په ډله پنځه ستوري لوبډلې لومړي مقامونه خپل کړل.

ګټونکو لوبډلو او پیاوړیو لوبغاړو ته د پکیتا د سپورت ریاست له لوري ورزشي جامې، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

ددې سیالیو موخه په پکتیا ولایت کې دودیزو او محلي لوبو ته وده پراختیا ورکول وو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۹
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د واکو کېک بوکسېنګ نوی کلب پرانیستل شو

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د افغان سوداګر حاجي نقیب الله په مالي لګښت د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د واکو کېک بوکسېنګ کلپ جوړ او پرانیستل شو.

دغه کلب په یو وخت کې د ۱۰۰ لوبغاړو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۷
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې غازي لوبډلې د ۳۴ نمرو په ترلاسه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۶
Background image

لغمان؛ دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مورا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS