په پکتیا کې د يووالي په نوم ورزشي نندارې ترسره شوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په مرسته د سکېټ فدراسیون د ځایي استازولۍ له لوري د يووالي په نوم ورزشي نندارې ترسره شوې.
په دغو ورزشي نندارو کې چې لسګونو ورزشکارانو په کې برخه لرله د مرکز ګردېز ښار اړوند تېرې له کوتله پيل او په ګردېز ښار کې پاى ته ورسېدې.
د دغو ورزشي نندارو موخه خلکو ته د يووالي فکر ورکول دي.
په پاى کې د ورزشي مسوولینو له لوري ورزشکارانو ته ورزشي لباسونه هم ورکړل شول.
