په ډېرې خواشینۍ سره تېر ماښام اووه بجې د دشت برچي په سیمه کې د بوکسنګ په یوه ورزشي کلب کې چاودنه شوې
په ډېرې خواشینۍ سره تېر ماښام اووه بجې د دشت برچي په سیمه کې د بوکسنګ په یوه ورزشي کلب کې چاودنه شوې، چې له امله یې یو شمېر ورزشکاران شهیدان او ځینې زخمیان شوي دي.
د هیواد د ورزش ادارې رهبري د يادې پېښې له زیانمو سره په غم کې ځانونه شریک بولي، شهیدانو ته جنت الفردوس او زخمیانو ته له ستر رب جل جلاله څخه عاجله شفاء غواړي.
