په کابل ښار د رزمي ورزشونو ۴۶ تنو روزونکو ته د لوبڅارۍ سندونه ورکړل شول

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۹ - ۹:۲۶
په کابل ښار د رزمي ورزشونو ۴۶ تنو روزونکو ته د لوبڅارۍ سندونه ورکړل شول

د رزمي ورزشونو د ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار د ام ام اې برخې ۴۶ تنو ورزشکارانو ته د لومړي ځل لپاره له یوه ورځني روزنیز سمینار وروسته، د لوبڅارۍ سندونه ورکړل شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه ، چې د هېواد د المپیک ملي کميټې د غونډو په تالار کې ترسره شوه، د المپیک ملي کمیټې او سپورت عمومي ئیس مولوي احمدالله وثیق، فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د رزمي ورزشونو د ملي فدراسیون مشر قاري حیات الله رحماني او مسؤولینو برخه اخستې وه.

د رزمي ورزشونو ملي فدراسیون مشر قاري حیات الله رحماني یاد روزنيز سمينار د رزمي ورزشونو په برخه کې د کیفیت د تضمین او معیار جوړونې هڅه وبلله او د رزمي ورزشونو په برخه کې یې د هېواد دننه د ټولو فعالیتونو د انسجام او همغږۍ خبر ورکړ.

د ښاغلي رحماني په خبره، د رزمي ورزشونو اړوند څانګو ورزشکارانو پخوا په شیندلې او نامنظمه توګه فعالیتونه کول، د فدارسیون له جوړیدو سره د دې برخې ټول فعالیتونه همغږي، د یوه واحد آدرس او رهبري له لوري په مخ وړل کیږي.

په دې رورنیز سیمینار کې ټولو ۶۰ تنو ورزشکارانو برخه اخیستې وه چې ۴۶ تنو یې له نظري او عملي آزموینو وروسته د لوبڅارۍ اسناد ترلاسه کړل او پاتې ۱۴ تنو نورو دویم پړاو ته لاره پیدا کړه.

دغه روزنیز سمینار د رزمي ورزشونو د سکرتر جنرال شاکر صابري او د لوبڅارانو کمېټې د مشر حامد صدیقي له لوري ورکړل شوی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۰:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکې ښرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې جهانزېب لومړی، روح الله دویم او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۵۱
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ فول کنټاکټ سبک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۹
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوتبال الف لیګ سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ د سپین غر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS