په کابل کې د موټرسايکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۳ - ۱۲:۳۸
په کابل کې د موټرسايکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې

د موټرسايکل ځغلونې ملي فدراسيون رئيس سيد نبي الله هاشمي د معلوماتو له مخې، د موټرسايکل ځغلونې سيالۍ د ١٥ ورزشکارانو په ګډون نن په کابل کې پاى ته ورسېدې.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه: دغه سیالۍ د کابل ولایت د منتخبې لوبډلې لپاره د غوره څېرو د ټاکلو شوې وې چې په پای کې ۸ تنه غوره لوبغاړو د کابل ولایت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د يادونې وړ ده، چې دغه ورزش په ١٥ ولايتونو کې فعاله څانګې لري او په دې وروستيو کې په هرات ولايت کې هم د دې ورزش د سياليو شاهدان و.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۵۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ په ۱۰۰ متري واټن کې ترسره شوې، چې په پایله کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۵۰
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو پایلوبه د عبیدالله او قاري خبیب لوبډلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۴۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ستاره های قلندري ب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS