په کابل کې د ۱۰۰ ووشو کارانو ترمنځ د ووشو سانداوانګ سبک سیالۍ ترسره شوې

په کابل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د ووشو فدراسیون په مرکزي جمنازیوم کې د دغه فدارسیون له لوري د کابل له ۶۰ کلبونو څخه د ۵۰ جوړو ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د یوې ورځې لپاره د ووشو اړوند سانداوانګ سبک سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالي د لویانو په مختلفو وزنونو کې ترسره شوې، چې له مختلفو کلبونو څخه پکې په مختلفو وزونو کې ورزشکارانو لومړي مقامونه خپل کړل.
دغه سیالۍ چې موخه د ووشو ورزش ته وده او پراختیا ورکول وو، پکې ورزشي مسولینو، ورزشکارانو او ګڼو نندارچیانو ګډون کړی و.
په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.