په کابل کې د ۲۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند پهلوانۍ فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د ۱۸ کلبونو د ۲۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د دوو سني او ۱۰ وزني کټګوریو ترمنځ ترسره کېږي، چې درې ورځې به دوام وکړي او په پایله کې به د خراسان مهتاب کلبونو په کچه له دواړو کټګوریو ۸۰ تنه غوره ورزشکارانو و ټاکل شي.