په کاپیسا ولایت کې د والیبال سیالۍ پیل شوې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۴ - ۱۲:۱۷
په کاپیسا ولایت کې د والیبال سیالۍ پیل شوې

یادی لوبې د مولوي فیض محمد شهید عالي لېسې او جلال الدین شهید لېسې لوبډلو ترمنځ د مولوي فیض محمد شهید لېسې د والیبال په ډګر کې پیل شوې.

په دغو سياليو کې د کوهستان د دويمې حصې له ښوونځيو څخه ٢٠ لوبډلې برخه اخیستې ده چې په اونۍ کې يو ځل د ليګ په بڼه پيلېږي او د دی ټورنمنټ په افتتایه لوبه کې دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه د ٢-٢ په پايلې مساوي پاى ته ورسېده.

د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د دغه ولايت د ورزش مسوولينو، د پوهنې رييس او د کاپيسا ولايت د پوهنې امرګډون کړى و او د دغو دوو ټيمونو لوبې يې له نږدې وکتله

د مسوولینو په وینا دغو سياليو د پيلولو څخه یی موخه د دغه ولايت د ښوونځيو ترمنځ د واليبال لوبې ته وده ورکول دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۲
Background image

خوست ولايت ته د ملي، سيمه ييزو او دوديزو لوبو د ودې امريت درې کسیز پلاوي سفر

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د ملي، سيمه ييزو او دوديزو لوبو د ودې امريت درې کسیز پلاوي؛ د ملي، سيمه ييزو او دوديزو لوبو د ژوندي ساتلو، د دودولو او پراختيا په موخه درې ورځني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۳:۵۷
Background image

هلمند؛ سنګين ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د سنګين ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې.

د يادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۳:۵۵
Background image

خوست کې د‌ اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

=د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په تڼيو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ايوبي شفاء روغتون په نوم د واليبال سيالۍ د تڼيو. . .

BACK TO NEWS