په کندز ولایت کې د دوو لوبډلو ترمنځ د فوټبال دوستانه سیالي ترسره شوه
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او فوټبال فدراسیون په ګډوه همغږۍ د سرپل ولایت د صداقت ښاروالۍ او کندز ولایت د مرکز فیروزي لوبډلو ترمنځ د فوټبال یو ورځنۍ دوستانه سیالي ترسره شوه.
د دغې سیالۍ په اوږدو کې صداقت ښاروالۍ لوبډلې خپلې سیالې فیروزي لوبډلې ته د ۳-۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
باید یادونه وشي چې د دغو سیالی موخه د ځوانانو سالمه روزنه او همدارنګه د ورزشي تجربو شریکول وو.
