په کندز کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش ازادې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۹:۳۸
په کندز کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش ازادې سيالۍ ترسره شوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري په آبدان دښته کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش ازادو سياليو تر څنگ د رسۍ کشولو او خوسي دوستانه سيالۍ هم ترسره شوې.

په دغو سياليو کې د ياد ولايت د بدني روزنې او ورزش رييس قاري عزت الله سنان، د کورش فدراسيون مسؤل محمد انورجي، قومي مخورو، د دولتي ادارو مسوولينو او د يادو سياليو کڼ شمېر مينوالو گډون کړی وو.

د يادو سياليو د ترسره کېدو موخه خلکو ته د سالمې تفريح برابرول ښودل شوي وو، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو کې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو خپله څلورمه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶ – ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

په دغه سیالۍ د افغانستان لپاره امید قنبري او اکبر کاظمي دوه دوه ګوله او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

BACK TO NEWS