په کندهار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د کبیري شرکت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د کندهار ولایت په مرکز اف سي ورزشي جمنازیوم کې د کبیري شرکت په نوم د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ، چې یوه نیمه میاشت وړاندې پیل شوې وې، د کبیري شرکت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې کبیري شرکت لوبډلې خپلې سیالې او. اېچ. اي لوبډلې ته د ۷-۳ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د دغو سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته مډالونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شول.