په کندهار کې د پنځو ولايتونو د ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۹:۱۹
په کندهار کې د پنځو ولايتونو د ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سوک وهنې فدراسيون له لوري د کندهار، هرات، هلمند، نيمروز او غزني ولايتونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ په‌ داسې حال کې ترسره کېږي، چې په نږدې راتلونکې کې به د‌ کندهار په کوربتوب د پاکستان هيواد د سوک وهنې ورزشکارانو سره د سوک وهنې سيالۍ ترسره شي.

د دغو سياليو په‌ پايله کې هرات لومړی، کندهار دويم او غزني درېیم مقام ترلاسه کړ.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو ټوليزه موخه د يادو ولايتونو له ورزشکارانو د منتخبې لوبډلې ټاکل وو، چې په راتلونکې کې به د کندهار ولايت په کوربتوب د سوک وهنې په سياليو کې ګډون وکړي.

دغو سياليو دوه ورځ دوام وکړ او په‌ پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۹
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د واکو کېک بوکسېنګ نوی کلب پرانیستل شو

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د افغان سوداګر حاجي نقیب الله په مالي لګښت د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د واکو کېک بوکسېنګ کلپ جوړ او پرانیستل شو.

دغه کلب په یو وخت کې د ۱۰۰ لوبغاړو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۷
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې غازي لوبډلې د ۳۴ نمرو په ترلاسه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۶
Background image

لغمان؛ دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مورا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS