په کندهار کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۱ - ۱۲:۲۰
په کندهار کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د کندهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري په مرکز غازي محمد ايوب خان ورزشي لوبغالي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ رمضان جام سياليو اتلولي اتحاد لوبډلې خپله کړه.

د دغو سياليو پايلوبې ته اتحاد او شاه جهان لوبډلو لار موندلې وه، لومړی توپوهنه شاه جهان لوبډلې وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته ۱۰۸ منډې هدف کېښود. د لوبې په دويمه پاڼۍ کې اتحاد لوبډلې ياد هدف د درېوو لوبغاړو په زيان پوره کړ او په اووه ويکټو يې اتلولي خپله کړه.

په پای کې اتلې لوبډلې ته موټرسايکل او غوره لوبغاړو ته کپونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو کې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو خپله څلورمه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶ – ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

په دغه سیالۍ د افغانستان لپاره امید قنبري او اکبر کاظمي دوه دوه ګوله او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

BACK TO NEWS