په کندهار کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې
د کندهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او ټیب بال کرکټ فدراسیون په همغږۍ د کندهار ښار او ولسوالیو په کچه د ۲۴ لوبډلو تر منځ د ټیپ بال کرکټ ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو د پیل لوبه د اتفاق افغان او متحد افغان لوبډلو تر منځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه متحد افغان لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو لسو اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته د څلورو لوبغاړو په زیان ۸۸ منډي هدف کېښود. بل لوري ته اتفاق افغان لوبډلې نوموړی هدف په پنځو اورونو کي پوره کړ او سیالې لوبډلې ته یې په لسو ویکټو ماته ورکړه.
هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو موخه د کندهار ولایت په کچه د ټېپ بال کرکټ منتخبي لوبډلې جوړول او همدارنګه ورزش ته د ځوانانو هڅول دي.
