په کندهار کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا سيالۍ ترسره شوې

د کندهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند بدن ښکلا فدراسيون له لوري د نوموړي ولايت په ورزشي جمنازيوم کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ چې موخه يې د کندهار ولايت په کچه د غوره ورزشکارانو ټاکل وو، د دوو کټګوريو (ځوانانو او لويانو) په مختلفو وزنونو کې ترسره شوې، چې په پايله کې نجيب الله د ځوانانو او عزيزالله د لويانو په کټګوريو کې لومړي مقامونه ترلاسه کړل.
يادونې وړ ده چې په دغو سیالیو کې مدینه ورزشي کلب د بدن ښکلا او ستاره کلب د فیټنیس په برخه کې د غوره ورزشکارانو په وړاندې کولو سره لومړي مقامونه تر لاسه کړل.
هېره دې نه وي چې په پای کې غوره ورزشکارانو ته د ورزشي مسئولینو له لوري کپونه، مډالونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.